افغان کرېکټر محمدنبي له لوبډل‌مشرۍ استعفاء وکړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډل‌مشر محمدنبي عيسی خېل پر خپله فېسبوک ليکلي، چې له لوبډل‌مشرۍ يې استعفاء ورکړه. 

محمدنبي ليکي، چې دی به تر دې وروسته له خپلې لوبډلې سره د یوه عادي لوبغاړي په توګه لوبې کوي.

هغه همداراز ويلي، که څه هم ده د لوبغاړیو پر بشپړ چمتووالي ټینګار درلود، خو په خبره یې، بیا هم د سږ کال کرېکټ نړۍوال جام لپاره یې بشپړ چمتووالی نه و نیولی او همدا لامل و چې ښه ونه ځلېدل.

نوموړي که څه هم د چا نوم نه‌دی اخیستی، خو زیاته کړې یې ده چې د کرېکټ لپاره په څو وروستیو سفرونو کې د ده، د کرېکټ بورډ مشرتابه او غوراوي کمېټې ترمنځ د نظر نه یووالی هم لامل شوی و چې د لوبډلې بېلانس ته زیان ورسېږي.

افغان کرېکټ ملي لوبډلې سږکال په نړۍوال جام کې شپږ سيالۍ لرلې، چې درې يې د باران له امله لغوه شوې او درې نورې يې وبايللې.

Back to top button