افغان اتل محمدنبي لومړی الرونډر شو

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر محمد‌نبي يو ځل د نړۍ غوره الرونډر او له شکيب الحسن مخته شوی. 

د شل اوريزو لوبو په برخه کې د کرېکټ نړۍوالې شورا د نوې درجه بندۍ پر اساس د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر محمد‌نبي د نړۍ غوره او لومړی درجه الرونډر اعلان کړی.

د کرېکټ نړۍوالې شورا لخوا په خپاره شوي نوملړ کې د بنګله دېش لوبغاړي شکيب الحسن، انګلستاني لوبغاړي معين علي او د هند لوبغاړي هارډېک پانډيا په ترتيب دويم، درېيم او څلورم مقامونه خپل کړي دي.

په دې درجه بندۍ کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر محمد نبي ۲۴۶ نمرې، شکيب الحسن ۲۴۳، معين علي ۲۱۱ او هارډېک پانډيا بيا ۱۸۴ نمرې لري.

Back to top button