هرات کې هوايي ډزو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې
په هرات کې په هوایي ډزو کې یو ماشوم وژل شوی او بل ټپي شوی دی.
د طالبانو د سرپرست حکومت د هرات د امنیې قومندانۍ مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د تور غونډۍ حوزې امنیتي مسوولینو هغه کس نیولی چې د خوښۍ په مراسمو کې یې د هوايي ډزو په پایله کې یو ماشوم وژلی او بل یې ټپي کړی دی.
هغوی زیاتوي، چې له نیول شوي کس څخه یو میل توپانچه هم ترلاسه شوې او دا مهال تر څېړنو لاندې دی.
په افغانستان کې ډېری خلک د خوښۍ په مراسو کې هوایي ډزې کوي چې ډېر کله په کې ماشومانو او ښځو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.