د‌ پوهنې سرپرست وزير له دندې ګوښه شو

طالب سرپرست حکومت وايي، د پوهنې وزارت سرپرست وزير نورالله منیر يې له دندې ګوښه کړی. 

د طالب سرپرست حکومت عمومي ویاند ذبېح‌الله مجاهد تازه په خپله ټويټر پاڼه د يو خبر په خپرولو سره ويلي، چې د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر د ملا هبت‌الله اخوندزاده د فرمان له مخې د ياد وزارت له څوکۍ څخه ګوښه شوی دی.

مجاهد همداراز ليکلي، چې د کندهار ولایت د علماوو شورا مشر مولوي حبیب‌الله اغا ته د نورالله منير پر ځای د پوهنې وزارت د سرپرستۍ چارې ورسپارل شوي دي .

په ورته وخت کې هغه ويلي، چې نورالله منیر د مرکزي دارالفتا د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د ټويټر پيغام له مخې، د دې ډلې مشر هبت‌الله اخوندزاده په ګڼ شمېر ولایتونو کې، یوه ډله لوړپوړي چارواکي له دندو ګوښه کړي او يا يې هم په نورو څوکيو ګمارلي دي.

Back to top button