سرپرست حکومت دې خپلې خبرې او عمل يو شان کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپور ورکوونکی وايي، چې دلته بشري او اقتصادي وضعیت ډېر د اندیښنې وړ دی او ټینګار کوي چې سرپرست حکومت دې د بشري حقونو په برخه کې خپلې خبرې او عمل یوشان کړي.

په‌ افغانستان کې د ملګرو ملتونو د‌ بشري حقونو راپور ورکونکي ریچارډ بېنېټ تازه په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې په دغه هېواد کې اقتصادي وضعيت ډېر زيات د اندېښنې وړ دی او په وينا يې، طالب سرپرست حکومت دې خپلې خبرې عملي کړي.

هغه ويلي، چې د طالبان په خپلو ژمنو نه دي ولاړ او په وينا يې په کار ده، چې خپلې خبرې او عمل يو شان کړي. نوموړي همداراز له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو بندولو په دوام خواشيني څرګنده کړې او دا يې د افغان نجونو سره د سرپرست حکومت له لوري لوی زياتی په ګوته کړی.

د ریچارډ بېنېټ په وينا، ښځو ته په سیاست کې د ونډې نه ورکول، د بیان پر ازادي محدودیتونه وضع کول او د ښځو حجاب په اړه بېلابېل فرمانونه هغه څه دي چې موخه یې په ټولنه کې په یوه ډول د ښځو د ونډې له پامه غورځوي. هغه همداراز د نجونو ښوونځيو په پرانيستلو او د ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم ملګرو ملتونو او ګڼو نورو نړۍ‌والو بنسټونو د طالبانو په سرپرست حکومت پر کړنو غبرګون ښودلی و.

Back to top button