د سرپرست حکومت امنيتي مسئولينو عزيزالله فضلي نيولی

يوې‌ سرچينې امريکا غږ ته ويلي، چې د طالب سرپرست حکومت د کابل ښار امنيتي مسئولينو د کرېکټ بورډ پخوانی مشر عزیزالله فضلي نيولی دی.

يوې سرچینې د نوم‌ نه ښودلو په شرط امریکا غږ نړۍوالې رسنۍ ته ویلي، چې د کرېکټ بورډ پخوانی مشر عزیزالله فضلي تر هغې وروسته د طالب سرپرست حکومت د کابل امنیتي مسئولینو ونيوه، چې تېره ورځ یې کرېکټ‌ بورډ ته د ننوتلو هڅه کوله.

امريکا غږ د سرچينې له قوله وايي، فضلي د طالبانو د مشر په نامه د خپلې مقررۍ يو جعلي مکتوب له ځان سره اخیستی و او غوښتل یې چې کرېکټ‌ بورډ ریاست ته ننوځي.

امريکا غږ د سرچينې له قوله زياتوي، چې د کرېکټ بورډ پخوانی رئيس د طالب سرپرست حکومت د حکومت د رئيس‌الوزرا په امر نیول شوی دی.

له دې سره جوخت د افغانستان کرېکټ‌ بورډ رسنیو ته ویلي، چې پخواني مشر، عزیزالله فضلي تېره ورځ هڅه کوله چې په غیر رسمي ساعت کې کرېکټ بورډ ته ننوځي، خو په وینا یې چې نوموړي ته د امنیتي کسانو لخوا اجازه نه ده ورکړل شوې او د ریاست له دروازې بېرته لېږل شوی دی.

دغه راز د کرېکټ بورډ پخوانی مشر په ټولنیزو رسنيو کې له توندو غبرګونونو سره مخ شوی او د نوموړي دا کار يې د ټولو اصولو خلاف بللی.

د يادونې ده، چې عزیزالله فضلي، پخوا د کرېکټ‌ بورډ مشر و،خو نوموړي بيا تر دې دمه څه نه دي ویلي.

Back to top button