ترکيه کې يو ځوان له ۹ ورځو ورځو وروسته ژوندی را ايستل شوی

پنجره ورځپاڼه: ترکيه کې یو ۱۸ کلن ځوان د دغه هېواد په سویل کې تر خونړۍ زورورې زلزلې ۹ ورځې وروسته له یوې ړنګې ودانۍ څخه ژوندی را ایستل شوی دی.

د ترکي رسنيو د راپورونو له مخې، دا ځوان دریم کس دی چې په ترکیه کې د تېرې دوشنبې په ورځ له زلزلې نن او شاوخوا ۱۹۸ ساعته وروسته ژغورل کېږي. دا ځوان محمد جعفر نومېږي او د لیږدولو پر مهال یې انځورونه په ځینو رسنیو کې خپاره شوي دي.

د بهرنيو رسنيو د تازه راپورونو له مخې د تېرې اونۍ زلزله د ترکیې په معاصر تاریخ کې تر ټولو خونړۍ طبیعي پېښه بلل شوې ده. په ترکیه او سوریه کې د وروستۍ خطرناکې زلزلې د قربانیانو شمېر له ۳۷ زرو څخه اوښتی دی.

ظاهر څراغ

Back to top button