فاریاب کې یوه ځوان خپله خور وژلې ده

په فاریاب کې سرچینې وایي، چې د حمیدالله په نوم یوه ځوان خپله ځوانه خور د تومانچې په ډزو وژلې ده.

دغه پيښه پرون سهار دفارياب ولايت دمرکز ميمنې ښار د دويمې حوزې اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، حميدالله له دې پېښې وروسته د تېښتې هڅه کوله، خو د طالبانو له لوري د ميمنې ښار په داخل کمربند کې له وسلې سره نیول شوی دی.

سرچينه زياتوي، چې دغه ځوان وايي، چې خور يې واده شوې وه، خو له یوه بل سړي سره يې اړيکې درلودې، څه موده وړاندې ورسره تښتېدلې وه او له همدې امله يې وژلې ده.

Back to top button