بادغیس کې یوه ځوان خپله مور وژلې ده

پنجره ورځپاڼه: بادغیس کې يوې ځايي سرچینې پنجره ورځپاڼه ته ويلي، چې د دغه ولایت په قادس ولسوالۍ کې یوه ښځه د خپل زلمي زوی له لوري په ناپامۍ کې وژل شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې د دې ښځې زوی غوښتل په خپل ټوپچ يو لېونی سپی وولي؛ خو مرمۍ يې خطا شوې او پر مور يې لګيدلې ده. د سرچينې په وينا، دا پېښه پرون غرمه د «قادرس خردک» سیمه کې شوې ده.

د دې پېښي په اړه نور جزييات نه دي ورکړل شوي او تر اوسه په بادغيس کې د طالبانو ځايي مسؤلينو هم په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ويلي.

خو په دې وروستيو کې د هېواد له بېلابېلو سيمو د مرموزو وژنو ډېر راپورونه ورکول کېږي، چې لامل يې شخصي دښمنۍ، کورني تاوتريخوالي او ناوړه اقتصادي وضعيت ګڼل کېږي.

ظاهر څراغ

Back to top button