یوه ځوان په پروان کې جنګي ټانک او وسله جوړه کړې ده

یوه ځوان په پروان کې یو جنګي ټانک او یو میل یو ډزې وسله جوړه کړې ده. دغه ځوان “اعجاز احمد” نومېږي او د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ اوسیدونکی دی.

د سلام وطندار راډیو د خپاره شوي راپور د معلوماتو له مخې، ۲۱ کلن اعجاز احمد چې په یوه خصوصي پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو محصل دی ویلي دي، چې په څلورو ساعتونو کې یې داسې جنګي ټانک جوړ کړی چې په ۳۰۰ مترۍ کې ډزې کولای شي.

سلام وطندار د اعجاز له قوله لیکي، چې دغه ټانګ اته نښه ویشتونکي میلونه لري، چې په يو وخت کې پر هدف ډزې کولى شي. اعجاز احمد داسې یو ډزې وسله هم جوړه کړې چې تر ۱۰۰ مترو پورې هدف ویشتلی شي.

دغه پروانی ځوان زیاتوي، چې د دغو جنګي وسایطو له جوړولو څخه یې موخه د وطن دفاع ده او هیله لري چې یوه ورځ به په افغانستان کې د افغانستان د دفاع لپاره پرمختللې وسلې او نور وسایط جوړ کړي.

اعجاز احمد له طالب سرپرست حکومت څخه غواړي چې په یاده برخه کې ورته د امکاناتو اسانتیاوې برابرې کړي ترڅو په راتلونکي کې خپلو موخو ته ورسېږي.

Back to top button