کندهار کې یوه تنکي ځوان ځانوژنه کړې ده

پنجره ورځپاڼه: د کندهار سیمه‌ییزې سرچينې وايي، چې د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې یو تنکي ځوان خپل ځان زندۍ کړی او ژوند یې بايللی دی.

يوې ځايي سرچينې، چې د نوم له ښودلو يې ډډه کړې پنجره ورځپاڼې ته ویلي، چې دې ځوان د کورني تاتریخوالي له امله ځان زندۍ کړی دی خپل ژوند ته یې د پای ټکی ايښی. سرچېنې زياته کړې، چې دې ځوان له خپل مشر ورور سره تر لفظي شخړې وروسته ځانوژنه کړې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا هلک شمس الله نومېږي، چې نن د سلواغې په ۲۵مه د سهار پر مهال یې خپل کور کې ځان زندۍ کړی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی. بلخوا په کندهار کې د طالبانو سیمه‌ییزو مسؤلينو د دې پېښې په هکله د پلټنو خبر ورکری.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ځانوژنې پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوي، چې لوی لاملونه یې کورنی تاوتریخوالی، بې‌روزګاري، رواني او د هېواد روان اقتصادي ستونزې بلل کېږي.

ظاهر څراغ

Back to top button