جوزجان کې یوه کمکي ځوان ځان زندۍ کړی

پنجره ورځپاڼه: جوزجان ولايت سيمه ييزې سرچينې وايي، چې د دغه ولايت په خانقاه ولسوالۍ کې يوه ۱۹ کلن ځوان خپل ځان زندۍ کړی او ژوند ته یې د پای ټکی ايښی دی.

سرچينې وايي، دا ځوان نوم برکت الله نومېده او تېره (چهارشنبه، ۳ د کب) شپه يې د خانقاه ولسوالۍ په «قليچ‌آباد» کلي کې ځانوژنه کړې ده.

بلخوا د ياد ولايت د خانقاه ولسوالۍ د طالبانو امنيتي مسؤلينو د د دې ځوان د ځانوژنه پېښې پخلی او ویلي يې دي، چې نوموړي رواني ناروغۍ لرله او خپل ځان يې د سولر په پايې پورې زندۍ کړی دی. دوی زياته کړې، چې د دې قضيې په تړاو نورې څیړنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د ځانوژنې پېښې زياتې شوې دي، چې لاملونه اقتصادي ستونزې، رواني ناروغۍ، روحي فشارونه او کورنی تاوتريخوالی په ګوته کېږي.

ظاهر څراغ

Back to top button