په غزني کې یو ځوان چورلکه جوړوي

په غزني ولایت کې یوه ځوان د چورلکې په جوړولو کار پیل کړی دی.

د سلام وطندار راډیو د راپور د معلوماتو له مخې، دغه ځوان سمیع الله نومېږي او له یوې میاشتې راهیسې یې د خپل یوه همکار په مرسته د یوې چورلکې د جوړېدو کار پیل کړی دی.

د غزني ولايت د دهيک ولسوالۍ د رامک کلي اوسېدونکي سميع الله سلام‌ وطندار ته ويلي، چې د چورلکې د جوړېدو چارې به ډېر ژر بشپړې شي او دغه لاسي جوړه شوې چورلکه به څو متره لوړ پرواز وکړي.

نوموړی وايي، چې ډاډه دی چې د هغه کار به ژر بشپړ شي او د ده په لاسونو جوړه شوې چورلکه به پرواز وکړي.

Back to top button