ننګرهار کې یوه ځوان پلار وژلی
ننګرهار کې یوه ځوان هلک خپل پلار وژلی دی.
سرچینه وایي، چې د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د محمد یاسین په نوم یوه ځوان خپل پلار وژلی دی، چې لامل یې لا نه دی معلوم شوی.
د سیمې اوسیدونکي وایي، چې نوموړی ځوان له دې پېښې وروسته د طالبانو امنیتي ځواکونو نیولی دی.
د طالبانو د سرپرست حکومت د ننګرهار مسؤلینو د دې پېښې په تړاو تر دې مهاله رسنیو ته څه نه دي ویلي.