کاپیسا کې یوه مېرمنه وژل شوې

په کاپیسا کې د نامعلومو کسانو له لوري یوه ښځه وژل شوې ده.

د طالبانو د سرپرست حکومت د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ مسوولینو منلې، چې په دغه ولايت کې د انيس ګل په نوم يوه مېرمنه نامعلومو کسانو وژلې ده.

هغوی زیاتوي، چې دغه مېرمنه ۵۰ کلنه او کونډه وه چې د کاپيسا ولايت د کوهستاناتو ولسوالۍ د مراد خواجه حاجي رجب خان په کلي کې په کور دننه په چاقو وهل شوې وه او وروسته د خپلوانو له خوا روغتون ته لېږدول شوې خو په روغتون کې مړه شوې ده.

په کاپیسا کې د طالبانو د سرپرست حکومت چارواکي وایي، چې تر دې مهاله د یادې پېښې لامل نه دی معلوم او په تړاو یې څوک نه دي نيول شوي.

Back to top button