هرات کې يوه ښځه د غلا پر مهال نیول شوې

د هرات سيمه ييزې سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې یوه ښځه د یوې نجلۍ تښتولو پر مهال نیول شوې ده

د هرات سيمه ييزې سرچينې د طالب سرپرست حکومت د هرات امنیې قوماندانۍ له قوله وايي، چې د دغه ولایت په ګذره ولسوالۍ کې یې یوه ښځه د یوې نجلۍ د تښتولو پر مهال نیولې ده.

سرچينې ليکي، چې په دې قضیه کې څو نور کسان هم شامل دي چې د هغوی د نیولو لپاره هم هڅې روانې دي.

د سرچينو په وينا، د هرات امنیه قومندانۍ د دې پېښې په تړاو نور جزييات نه دي ورکړي، خو ويلي دي چې هر اړخيزې پلټنې پيل کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې په هرات کې د انسان تښتونې دا لومړۍ پېښه نه ده، بلکې تر دې وړاندې هم ياد ولايت کې ګڼې پېښې ترسره شوې دي.

Back to top button