فارياب کې يوې ښځې ځان وژنه کړې

د فارياب يوه ځايي سرچينه وايي، چې په دې ولايت کې یوې ښځې ځان زندۍ کړی او وژلی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې تېره ورځ سهار یوې ۴۰ کلنې ښځې د فارياب ولايت د اندخوی ولسوالي په کوپلک سیمه کې ځان زندۍ او وژلی دی.

سرچينه وايي، چې د ياد ولايت اندخوی ولسوالۍ کې دې ښځې د خپلې کوټې په پکه کې ځان راځړولی او ژوند یې بايللی دی.

سرچینه زیاتوي، له دې ښځې اووه بچیان پاتې شوي، چې کوچنی هغه یې څلور میاشتنی دی.

سرچینه د یادې ښځې د کورنۍ له قوله وایي، چې په کور کې یې کورنی تاوتریخوالی نه و او تراوسه د هغې د ځان زندۍ کولو لامل او انګېزه هم نه ده روښانه شوې.

په افغاني ټولنه کې دا لومړی ځل نه دی، چې يوه ښځه ځان وژنه کوي، بلکې تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ورته پېښې رامنځته شوي دي.

Back to top button