د بې پولې ډاکټرانو ټولنې خبرداری

پنجره ورځپاڼه: د بې پولې ډاکټرانو ټولنې په یوه تازه خبرپاڼه کې د افغان ښځو د روان بد روغتيايي وضعيت په هکله خبرداری ورکړی دی.

 دې ټولنې په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې د روغتیايي نظام پاشلتيا، پراخه بې وزلي او پر ښځو لګول شوي محدودیتونه په افغانستان کې اوسني بشري ناورین ته وده ورکړې ده.

دغه سازمان همداراز غوښتنه کړې، چې ياد وضعیت څخه د وتلو لپاره باید لومړنۍ روغتیایي پاملرنه پیاوړې او هغه مسلې حل شي چې د اقتصادي بحران له حل سره مرسته کوي.

ياد سازمان همدرانګه ټينګار کوي، چې د ښځو لپاره د زده کړې او کار محدويتونه باید له منځه یوړل شي. د بې پولې ډاکټرانو نړۍوالې ټولنې په تازه څرګندونو کې ویلي، چې ۹۵ سلنه افغانان کافي خواړه نه لري او د ناڅېزه عوايدو لویه برخه یې د لومړنيو خوراکي توکو په تامينولو کې مصرفیږي.

ظاهر څراغ

Back to top button