تاجکستان کې د افغانستان په تړاو دوه ورځنۍ غونډه

د تاجکستان پلازمېنه دوشنبې کې د افغانستان روان امنيتي او بشري وضعيت په تړاو د يو شمېر هېوادونو د امنيت سلاکارانو ترمنځ غونډه‌ روانه ده.

دا دوه ورځنۍ غونډه، چې پرون پيل شوې او نن به هم دوام ولري، د نورو مسایلو تر څنګ، افغانستان کې د ښځو حقونو او د ټول ګډونه حکومت په اړتیا به بحث او خبرې وشي.

طالب سرپرست حکومت بيا د دې غونډې په اړه تر دې دمه څه نه دي ويلي.

په تاجکستان کې دا غونډه داسې مهال جوړيږي، چې دغه هيواد تر دې وړاندې هم څو ځلې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړيدو پر اړتيا ټينګار کړی دی.

همداراز د منځنۍ اسيا ځينو هيوادونو هم له افغانستان څخه د ترهګرۍ ریښو د پراختيا پر احتمال اندېښنه څرګنده کړې ده.

بلخوا بيا طالب سرپرست حکومت ټولو خواوو ته د ډاډ خبر کوي او وايي چې د دوی له خوا به هيڅ هېواد ته ګواښ پېښ نه شي.

Back to top button