لوګر کې ښوونکو ته روزنیز سمینار جوړ شو

د لوګر د څرخ ولسوالۍ د ۳۱ ښوونځيو ۹۰ تنو ښوونکو ته د لابراتوار زده کړو سمينار شوی دی.

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، چې د دې ولايت د څرخ ولسوالۍ د نجونو او هلکانو د ۳۱ ښوونځيو ۹۰ تنو ښوونکو ته د لابراتوار د عملي زده کړو ۶ ورځنى روزنيز سمينار جوړ شوی دی.

هغوی زیاتوي، چې دا روزنيز سمينار د لوګر د پوهنې رياست د کاري پلان له مخې، د ساينس، ښوونيزې ټيکنالوژۍ او لابراتوارونو  مرکز له لوري جوړ شوى، چې موخه يې د ساينسي او رياضي مضمونونو د ښوونکو د وړتياوو لوړول او مسلکي کول دي. او په دغه روزنيز سمينار کې ښوونکي د ساينس، کیمیا، بيولوژي، فزيک او رياضي مضمونونو د لابراتوار او تدريس د نویو لارو چارو په برخو کې روزل کېږي، څو زده کوونکو ته دغه مضمونونه د لابراتوار پر مټ په عملي بڼه تدريس شي.

دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې هم د لوګر د ازرې ولسوالۍ د ۲۶ ښوونځيو ۵۰ ښوونکو ته د لابراتوار د عملي زده کړو ورته ۶ ورځنى روزنيز سمينار پيل شوى دى.

Back to top button