لوګر کې ښوونکو ته روزنیز پروګرام پیل شو

لوګر کې یوې مؤسسې ښوونکو ته د وړتیا لوړنې روزنیز پروګرام پیل کړ.

لوګر ولایت کې د وفا په نوم یوې مؤسسې د ۳۰ ښوونځیو ۳۰ تنو نارینه ښوونکو ته د وړتیاوو او علمي کچې د لوړولو په موخه درې ورځنی روزنیز پرګرام پیل کړی دی.

د طالبانو د سرپرست حکومت د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې یاد روزنیز پروګرام د وفا مؤسسې په مالي لګښت ورکول کېږي، چې موخه یې د ښوونکو د مسلکي او علمي کچې لوړول دي.

هغوی زیاتوي، چې په دې روزنیز پروګرام کې به ښوونکو ته د تعلیمي نصاب د تدریس د غوره او نویو لارو چارو د درسي پلان جوړولو او هم په ښوونځیو کې له اداري فساد سره د مبارزې په اړه روزنه ورکړل شي.

د معلوماتو له مخې، د وفا موسسې د لوګر د پوهنې په برخه کې نوی په فعالیت پیل کړی چې ۱۲۰ تنو نارینه او ښځینه ښوونکو ته به په څلورو پړاونو کې د وړتیا لوړونې روزنه ورکړي.

Back to top button