هرات کې ترافیکي پېښې مرګ ژوبله اړولې

په هرات کې د ترافيکي پېښې له امله ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو د سرپرست حکومت د هرات چارواکي وايي، ‏چې د هرات-اسلام‌قلعه په لویې لاره کې د یوې ترافیکې پېښې پر مهال ۵ کسان مړه شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

سیمه‌ییزې سرچینې وايي، چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې ده، چې د طالبانو یو رینجر موټر له یوه فیلډر ډوله موټر سره ټکر وکړ.

تر دې وړاندې هم د طالبانو په رینجر موټرو ملکیان وژل شوي دي.

تر اوسه نه ده معلومه چې په یاده ترافیکي پېښه کې مړه شوي کسان طالبان او که ملکیان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون ماښام د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې هم په یوه ترافیکي پېښه کې څلور کسان مړه شوي دي.

Back to top button