غزني کې يوې ټرافيکي پېښې د درې ماشومانو ژوند واخيست

پنجره ورځپاڼه: د غزني سيمه ييزې سرچينې وايي، چې د دغه ولایت ګيلان ولسوالۍ پل مطيع سيمه کې د یوې ترافیکې پيښې له امله درې ماشومانو خپل ژوند بايللی دی. سرچينې ليکي، چې دا پېښه تېره ورځ رامنځته شوې ده.

‌د سرچينې د معلوماتو له، د وژل شويو ماشومانو عمرونه له ٨ څخه تر ١٢ کلونو پورې وو، او درې واړه يې نجونې وې.

دا ټرافیکي پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې یو فولډر ډوله موټر دغه درې ماشومان چې دوه یې له یوې کورنۍ څخه وو، تر ټيرونو لاندې کړل.

همداراز سرچينې زياته کړې، چې ډرېور د پیښې له ځای نه په تېښه بریالی شوی او طالب امنيتي مسؤلين د هغه په نیول کېدو نه دي بریالي شوي.

په وروستیو کې د هېواد بېلابېلو سيمو کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوي، چې له امله یې لسګونه خلک ټپیان او وژل شوي دي. يوه ورځ وړاندې په تخار کې د یوه کان د کارګرانو د لېږد د موټر د چپه کېدو له امله لږ تر لږه ٢٢ کسان ووژل شول.

ظاهر څراغ

Back to top button