پکتیکا کې زلزله ځپلو ته زر کورونه جوړېږي

د ملګرو ملتونو او ادا مؤسسې له لوري د پکتیکا زلزله ځپلو ته زر کورونه جوړېږي.

د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د زرو کورونو د بیارغونې چارې پیل شوې دي. دغه کورونه د برمل ولسوالۍ په ډنګر لیګد سیمه کې جوړېږي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د پکتیکا ولایت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس منصور حماس ویلي، چې د دغو کورونو د ودانولو لګښت د ملګروملتونو سازمان او ادا موسسې له خوا ورکول کیږي.

هغه زیاتوي، چې پر هر کور به پنځه زره امریکایي ډالر لګښت وشي. د ویلو ده،

څه موده وړاندې د برمل ولسوالۍ ګڼ شمېر اوسېدونکو د وروستیو زلزلو له امله کورونه له لاسه ورکړي وو، چې تر اوسه د اوسېدو مناسب ځایونه نه لري.

Back to top button