د کابل – شمال پر لويه لاره ټانکر اور اخيستی

پنجره ورځپاڼه: ځايي سرچينې وايي، چې کابل – شمال پر لويه لاره سالنګ تونل کې د يوه ټانکر د چپه کېدو له امله ۲۲ تنه مړه او ۲۶ نور ټپيان شوي دي.

سرچينو د طالبانو ټولګټو چارو وزارت ویاند حمید الله مصباح له قوله ويلي، چې دغه ټانکر تېره شپه شاوخوا ۹:۰۰ بجې په سالنګ تونل کې د تخنيکي ستونزو له امله اور اخيستی و، چې له امله يې ۲۲ تنو خپل ژوند بايللی او ۲۵ نور ټپيان دي.

د سرچينو په وينا، د یادې پېښې سوځېدلي مسافر د روغتيايي ډلو له لوري د کابل، بغلان او پروان ولايتونو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

Back to top button