کابل کې ځانمرګي برید طالب دیني عالم وژلی دی

شيخ رحيم الله حقاني نن د کابل اړوند په شش درک سيمه کې د يو ځانمرګي بريد پرمهال وژل شوی. 

د طالب سرپرست حکومت يو با نفوذه او ملاتړی ديني عالم شيخ رحيم الله حقاني نن د کابل ښار په شش درک سيمه کې د يو ځانمرګي برید پر مهال وژل شوی دی.

همدا راز ويل کېږي، چې دغه ځانمرګی بريد د نوموړي په مدرسه کې شوی، خو په اړه يې لا نور جزئيات نه دي خپاره شوي.

په ورته وخت کې د طالب سرپرست حکومت مرستيال وياند بلال کريمي هم د هغه وژل تائيد کړي.

د افغان رسنيو د راپورونو له مخې پر شيخ رحيم الله له دې وړاندې هم بريد شوی ؤ، چې روغ ترې وتلی ؤ.

رحيم الله حقاني له دې وړاندې په پاکستان کې مدرسه لرله او د شيعه مذهب او وهابيانو پرضد ويناوو کې يې خورا شهرت درلود. لا تر دې دمه کومې ډلې د دې پېښې مسؤليت نه دی منلی.

Back to top button