د ننګرهار تخصصي روغتون کې يو بريالی عمليات ترسره شو

د ننګرهار سیمه ییزې رسنۍ وایي، چې د دغه ولايت تخصصي روغتون کې ډاکټرانو د یو عملیات په وسیله  وکړای شول چې د یوې میرمنې له مغزو څخه درې سوه ګرامه تومور لرې کړي. 

سيمه ييزې رسنۍ د ننګرهار عامې روغتیا ریاست له قوله وايي، چې یوه ۴۵ کلنه میرمن چې د دریو کالو راهیسې د (Brain tumor)  ناروغۍ له کبله د یو ډول دروند او وقفوي شدید سرخوږي، زړه بدوالي او د یو طرفه لاس او پښو له کمزورۍ څخه کړیده او د ياد ولايت په سیمه ييز تخصصي روغتون  کي تر جراحي عملیات وروسته د ناروغې سردردي او د بدن ضعیفي  په بشپړ ډول ښه شول.

سرچينې د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا رياست له قوله وايي، چې د سیمه ييز تخصصي روغتون عصبي جراحي ډاکټرانو لپاره دا عملیات ډیر پیچلی، و چې له کبله یې څو ساعته وخت ونیوه.

Back to top button