لوګر کې د ښې ویناوالۍ سیالۍ ترسره شوه

په لوګر کې د یو شمېر ځوانانو ترمنځ د ښې ویناوالۍ سیالۍ ترسره شوه.

تېره ورځ د لوګر ولایت په اطلاعات او کلتور ریاست کې د یو شمېر ځوانانو تر منځ د ښې ویناوالۍ سیالۍ چې د دغه ولایت د یو شمېر بااحساسه ځوانانو له لوري په لاره اچول شوې وې تر سره شوې.

دغه ډله ځوانان وایي، چې په یادو سیالو کې د لوګر ولایت مرکز او ولسوالیو ګڼ شمېر ځوانانو ګډون کړی وو. او د دغو سیالو لومړي، دوهم او دریم مقام ګټونکو ته د جایزې په توګه موبایلونه،او اعتباري سندونه ورکړل شو.

د لوګر ولایت یاد ځوانان زیاتوي، چې د یادو سیالیو له ترسره کولو څخه یې هدف له ویناوالۍ سره د تنکیو ځوانانو اشنایي، د ځوانانو تشویق او د ځوانانو ترمنځ د یوالی لپاره کار کول دي.

Back to top button