يونان کې يوه بېړۍ ډوبه شوې

يو شمېر اروپايي رسنۍ وايي، چې د یونان اوبو کې يوه بېړۍ ډوله شوې او له کبله يې لسګونه کډوال لادرکه شوي دي. 

يو شمېر بهرنۍ رسنۍ د یوناني چارواکو له قوله خبر ورکوي، چې قاچاقبرو په یوه بېړۍ کې شاوخوا ۸۰ کسان کينولي وو، چې وروسته بيا بېړۍ ډوبه شوې او ګڼ شمېر کسان اوبو کې غرق شوي دي.

دغه راز سرچينې د يوناني چارواکو له خولې وايي، چې پوليسو یوازې دېرش کسان ژغورلي دي، خو پنځوس نور اوبو کې لادرکه دي.

په ورته وخت کې یوناني چارواکي بیا د لادرکه شویو کسانو د شمېر په اړه ډول ډول نظریات ورکوي، خو وایي په سیمه کې عملیات روان دي.

د دوی په وينا، د شدید توپان له امله د لا ډېرو ډوب شویو په ژغورنه نه دي بریالي شوي.

همداراز په دې شمېر کسانو کې د ګڼو هېوادونو وګړي شامل دي، خو د ټولو د هویت په اړه تر دمه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

Back to top button