بنګله دېش کې يوه کښتۍ ډوبه شوې

بنګله‌دېش کې د‌ هندي زيارت کوونکو يوه کښتۍ ډوبه شوې، چې له امله يې لسګونه کسان وژل شوي دي. 

هندي رسنۍ وايي، د دوی د هېواد د زيارت کوونکو يوه کښتۍ د بنګله دېش په اوبو کې ډوبه شوې، چې له امله يې لږترلږه ۲۴ کسانو خپل ژوند بايللی دی.

ويل کېږي، چې په دې بېړۍ کې ۵۰ کسان سپاره وو او تېره ورځ د بودا ښارګوټي ته نږدې په کاراتويا سيند کې ډوبه شوې ده.

هندي رسنۍ وايي، چې لس تنه سپرلۍ‌ د ژغورونکو ډلو په مرسته ژغورل شوي، د ۲۴ تنو جسدونه پيدا شوي او د پاتې ۱۶ کسانو مړي او ژوندي نادرکه دي‌‌.

سرچېنې وايي، چې يادې کښتۍ کې ټول سپاره کسان په بنګله دېش د بودشواري په نوم زيارت ته د عبادت لپاره روان وو.

بودشواري زيارت ته هر کال د سپټمبر په ۲۴مه نېټه په زرګونو هندوان ورځي. په دې ورځ بنګله ديش کې د هندوانو لوی جشن درګاپوجا جوړيږي چې آن د نړۍ له ځينو نورو هېوادونو هم خلک پکې برخه اخلي.

Back to top button