ننګرهار کې یو ښوونځی جوړ شو

ننګرهار کې د سویډن کمېټې له لوري یو ښوونځي جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د ننګرهار ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولایت سپين غر ولسوالۍ کې د اسد خېلو منځنی ښوونځی د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې له لوري په عصري ډول جوړ شو.

د اسدخېلو دغه ښوونځی د پنځه ميليونه افغانيو په لګښت په عصري ډول جوړ شو، چې ۴۳۰ متره د احاطې دېوال، اته درسي او ادارې خونې، تشنابونه، د اوبو او لمریزې برېښنا سیسټم، څوکۍ، ميزونه او نور اړونده محلقات لري.

د دې ښوونځي په جوړېدو سره د یادې سیمې د ۱۰۰۰زر تنو زده کوونکو د سرپناه ستونزه هواره شوه.

Back to top button