په غزني ولایت کې یو ښوونځی سوځول شوی

پنجره ورځپاڼه: په غزني کې سیمه ییزې سرچینې وايي، چې ناپېژاندو کسانو په دغه ولایت کې د یوه ښوونځي ودانۍ سوځولې ده.

د دغه ولایت ځايي سرچینې خبر ورکوي، چې د غزني ښار اړوند د البیروني ښارګوټي د ابتدایي ښوونځي ودانۍ، د جمعه په شپه (د غوایي ۸مه)، سوځولشوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له پر اساس، د اورلګېدنې له کبله، د دې ښوونځي ټول وسايل او امکانات له منځه تللي دي.

د غزني د مهاجرینو ښارګوټې د البیروني ښوونځی چې څلورکاله وړاندې، د افغانستان د پخواني حکومت له خوا جوړ شوی، ۸ ټولګي لري.

ويل کيږي چې په دغه ښوونځي کې، څه دپاسه شپږ سوه تنه نارينه او ښځينه زده کوونکي په زده کړو بوخت ول.

په غزني کې طالبانو تر اوسه د دغه ښوونځي د سوځولو په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو بیا ځلې واکمنۍ وروسته دا لومړی ځل نه دی چې یو ښوونځی سوځول کېږي؛ بلکې تر دې وړاندې په پکتیکا او فاریابولایتونو کې هم د ښوونځيو ودانۍ سوځول شوې دي.

ظاهر څراغ

Back to top button