پکتیکا کې یو ښوونځی په بشپړه توګه سوځېدلی دی

پنجره ورځپاڼه: د پکتیکا يوې سیمه‌ییزې سرچینې، چې د نوم له ښودلو يې ډډه کړې پنجره ورځپاڼې ته په رالېږل شويو معلوماتو کې ویلي، چې په دغه ولایت کې د یوه ښوونځي ودانۍ په بشپړه توګه سوځېدلې ده.

سرچينه وايي، چې د دغه ښوونځي ودانۍ پرون ورځ ناوخته د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ په چانخوا سیمه کې سوځېدلې او په بشپړه توګه له منځه تللې ده.

په رالېږل شويو معلوماتو کې راغلي، چې لومړۍ د دغه ښوونځي د یوې خونې چت د هغو طالب جنګیالیو له خوا چې پکې مېشت دي په بخارۍ کې د ډېرو لرګیو له سوځولو وروسته، اور اخیستی دی او وروسته بیا د اورلګېدنې لمن پراخه شوې او له کنټروله وتلې ده.

سرچينه زياتوي، چې طالبانو دغه ښوونځي ودانۍ پر يوې دیني مدرسې بدله کړې او یو شمېر خپل جنګیالي یې پکې مېشت کړي وو.

طالبانو تېر کال هم د پکتیکا ولایت لسګونه ښوونځي پر دیني مدرسو بدل او خپل جنګیالي پکې ځای‌پرځای کړي دي.

Back to top button