امنيت شورا ته د افغانستان په اړه راپور وړاندې کېږي

د يوناما سرپرست نن د افغانستان په اړه امنيت شورا ته راپور ورکوي. 

کابل کې د یوناما دفتر سرپرست مارکس پوتزل نن د افغانستان وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته راپور وړاندې کوي.ټاکل شوې، چې د امنيت شورا غونډه نن د افغانستان په وخت د ماښام شپږ نيمې بجې پيل شي.

يوناما ملګرو ملتونو ته تر راپور وړاندې کولو وار، وار په افغانستان کې د طالبانو پر پاليسيو او کړنو سختې نیوکې کړي دي.

يوناما په افغانستان کې ښځو پر وړاندې د طالبانو روانه پاليسي څو ځلې د جدي اندېښنې وړ بللې وه.

په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د جمهوري نظام له وخته پاتې شوي استازي نصیراحمد فایق پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د امنیت شورا په دې ناسته کې به د افغانانو غوښتنې او غږ پورته کړي.

Back to top button