پکتیا کې یوه راډیو سقوط شوه

په پکتیا ولایت کې د پکتیا غږ په نوم یوه راډیو سقوط شوه.

د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د پکتیا غږ په نوم یوه محلي راډیو له شاوخوا ۱۷ کالو وروسته د اقتصادي ستونزو له امله سقوط شوه، او خپل نشرات یې تر نامعلومې مودې ودرول.

پکتیا غږ راډیو د پکتیا ولایت مشهوره محلي راډیو وه، چې ۱۷ کاله تر شلو زیاتو د رسنیو کارکونکو ته په کې د کار کولو زمینه برابره شوې وه.

د افغانستان د ازادو خبریالونو ټولنه وایي، چې د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته په هېواد کې د نامناسب اقتصادي وضعیت له امله د ګڼ شمېر رسنیو سقوط اندېښمن کړي دي.

دغه ټولنه د بیان د ازادۍ له نړیـوالو بنسټونو مدافعینو او داخلي بنسټونو څخه غواړي چې په افغانستان کې د رسنیو د اقتصادي ستونزو په لمنځه وړلو کې همکاري وکړي او د حل لارې چارې ورته ولټوي.

دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالب سرپرست حکومت له رسېدو وروسته په هېواد کې ګڼ شمېر رسنۍ د اقتصادي ستونزو او د طالبانو له لوري د ځینو محدودیتونو له امله سقوط شوي دي.

Back to top button