فاریاب کې یوه راډیو سقوط شوه

فارياب کې د ميمنې خصوصي راډيو سقوط شوه.

د فاریاب ولایت ځایي سرچینې وایي، چې په دې ولایت کې د میمنې په نوم یوژ خصوصي راډیو د مالي ستونزو له امله خپل نشرات ودرول.

هغوئ زیاتوي میمنې راډیو په ازبکي ژبه نشرات کول او د فاریاب ولایت د شتمنو فرهنګیانو په مالي مرسته یې فعالیت کاوه.

د فاریاب دغه محلي راډیو داسې مهال سقوط کوي چې څو ورځې وړاندې په پکتیا ولایت کې هم د پکتیا غږ راډیو نوم یوې محلي راډیو د مالي ستونزو له امله خپل نشرات ودرول.

واک ته د طالب سرپرست حکومت تر رسېدو وروسته د هېواد ګڼ شمېر چاپي، غږیزو او تصویري رسنیو د مالي ستونزو او د طالبانو له لوري د یو شمېر محدودیتونو له امله خپل نشرات درولي دي.

Back to top button