پکتیا کې یوې خصوصي راډیو فعالیت پیل کړ

پنجره ورځپاڼه: له شاوخوا يونيم کال وروسته د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د هوا په نوم یوې خصوصي راډیو فعالیت پیل کړی دی. دا په دغه ولايت کې د طالبانو له واک ته تر رسېدو وروسته لومړی ځل دی، چې يوه خصوصي راډيو فعاليت پيلوي.

د هوا راډیو مسولينو ويلي، که څه هم هېواد کې ګڼو رسنیو د مالي ستونزو له امله خپل فعالیتونه درولي، خو دوی خلکو ته پر وخت د اطلاعاتو رسونې په موخه دغه راډیو جوړه کړې ده.

له سره جوخت په پکتیا کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوولين وايي، چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د رسنیو اقتصادي ستونزې ډېرې شوې دي.

هغه د رسنیو او خبریالانو له ملاتړو بنسټونو او طالب حکومت څخه غواړي چې د خصوصي رسنیو د اقتصادي ستونزو د حل لپاره ګامونه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو بیا ځلې واک ته تر رسېدو وروسته ګڼې کورنۍ او بهرنۍ رسنۍ د بېلابېلو لاملونو له امله سقوط سره مخ شوې او په سلګونه خبريالان هېواد پرېښودو ته اړ شول.

Back to top button