فراه کې یوه کس خپل تره وژلی

تېر ماښام په فراه کې یوه کس خپل تره وژلی دی.

د طالبانو د سرپرست حکومت د فراه مسوول چارواکي وايي، چې تېر ماښام د دغه ولایت په قلعه‌کاه ولسوالۍ کې یوه کس خپل تره وژلی دی.

د فراه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند محمد عارف “عدیل” رسنیو ته ویلي، چې یاده پېښه په کورنۍ کې د تاوتریخوالي له کبله رامنځته شوې ده.

عدیل زیاتوي، چې د وژل شوي کس وژونکی نیول شوی او د طالبانو له لوري تر څېړنو لاندې دی.

Back to top button