په یوه پاکستاني لوبغاړي د کرېکټ بندیز ولګېده

په پاکستاني لوبغاړی اصف افریدي باندې د فساد د تور له امله د هر ډول کرېکټ بندیز ولګېده.

د معلوماتو له مخې، اصف افریدي ته د پاکستان کرېکټ بورډ ادارې دوه اونۍ وخت ورکړی څو خپل سپیناوی وکړي خو دا یې نه دي ويلي چې افریدی په کوم ډول فساد تورن دی.

اصف افریدی د افغانستان د شپږیزې د اتم پړاو لوبو لپاره کابل ته هم راغلی و، چې د عصمت سنګین سپین غر پړانګانو لوبډلې سره لوبېده خو لوبغالي کې له چاودنې وروسته د دغه د پاکستان کرېکټ بورډ په غوښتنه بېرته ولاړه او د شپږیزې د اتم پړاو لوبې یې سرته ونه رسولې.

تر دې وړاندې هم د پاکستان د کرېکټ په لوبغاړو د فساد له امله بندیز لګېدلی دی.

Back to top button