بلوچستان ایالت کې پاکستاني پوځ چورلکه راغورځېدلې

پاکستاني رسنۍ وايي، چې تېره شپه د بلوچستان ایالت هرنای سیمه کې د یوې پوځي چورلکې د لوېدو له امله د دوه پیلوټانو په ګډون شپږ پوځيان وژل شوي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې نن په یوه تازه خپاره شوي راپور کې ویلي، چې په وژل شویو کې د پوځ دوه پيلوټان او څلور لوړپوړي افسران شامل دي.

د پاکستان پوځ د رسنیو څانګې تر دې دمه یادې چورلکې د لوېدو لامل نه دی روښانه کړی، خو رسنیو ته یې ویلي، چورلکه کې سپاره ټول شپږ کسان وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر خپله ټوېټرپاڼه په یاده پېښه کې د شپږو پوځیانو پر وژنې خواشیني څرګنده کړې ده.

شاوخوا دوه مياشتې وړاندې هم په بلوچستان ایالت کې د یوې چورلکې د لوېدو پرمهال دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي وو.

Back to top button