د لوګر ښوونځیو مسؤلینو ته یو ورځنۍ روزنه ورکړل شوه

د لوګر مرکز پل علم اړوند د شته ۱۰۱ حکومتي او خصوصي ښوونځیو مسؤلینو ته د وړتیا لوړونې یوه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه.

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، چې دا روزنه د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې، د پوهنې ریاست د پلان او راپور ورکولو مدیریت ورکړه، چې موخه یې د ښوونځیو د مسؤلانو د وړتیاوو لوړول وو.

هغوی زیاتوي، چې د يادې روزنې برخه والو ته د ښوونځیو د احصائیوي فورمو د ډکولو په اړه اړینې لارښوونې او معلومات ورکړل شول، څو د ښوونځیو مسؤلین د ښوونځیو احصائیوي فورمې په سمه توګه ډکې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې هم د ازرې او خوښۍ ولسوالیو د ښوونځیو مسؤلانو ته دا ډول روزنه ورکړل شوې او د پاتې نورو ولسوالیو د ښوونځیو مسؤلینو ته به هم دېر ژر ورته روزنه ورکړل شي.

Back to top button