ننګرهار کې‌ يو شمېر مېرمنو سره مرسته شوې

ننګرهار کې‌ يو شمېر بزګرو مېرمنو سره نغده مرسته وشوه. 

د ننګرهار د‌ کرنې رياست مسؤلين وايي، چې په کامې ولسوالۍ کې ۱۴۹ بزګرو مېرمنو سره نغدي مرسته وشوه.

د ياد رياست د مسٶلين په وينا، دغه مرسته د کرنې رياست په چوکاټ کې د ژغورنې نړۍوالې کمېټې له لوري تر سره شوه، چې په خبره يې هرې مېرمنې ته ۲۱۸۵۰ افغانۍ ورکړل شوې.

د چارواکو د معلوماتو له مخې یادې مېرمنې د اچارو، مربا او پنير جوړولو په برخه کې فعاليت کوي.

ننګرهار کې له بزګرو ميرمنو سره دا نغدي مرسته داسې مهال وشوه؛ چې د طالب سرپرست حکومت په راتګ سره ګڼ شمېر ميرمنې بې دندې او په کورونو ناستې دي.

Back to top button