پکتیا کې په تېره یوه میاشت کې ګڼ شمېر وسلې نیول شوي

په پکتیا ولایت کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې ګڼ شمېر وسلې او هغه مهمات نیول شوي، چې په ناقانونه توګه ساتل کېدل.

د طالبانو د سرپرست حکومت د پکتیا ولایت د استخباراتو ریاست منسوبین وایي، چې د تېرې یوې میاشتې په جریان کې د مرکز ګردېز په شاوخوا سیمو کې ګڼ شمېر هغه وسلې او مهمات چې په ناقانونه توګه ساتل شوي و، نیولي دي.

هغوی زیاتوي، په نیول شویو توکو کې ۲۴میله کلاشنکوف، ۱میل M16ټوپک، ۱میل درازکوف، ۱میل پیکا او ګڼ نور بیلابیل مهمات شامل دي.

Back to top button