اسلام‌اباد کې يو شمېر افغانانو د مارچ ۸مې په مناسبت غونډه وکړه

پنجره ورځپاڼه: د پاکستان پلازمېنه اسلام‌اباد کې نن چهارشنبه يو شمېر د بشري حقونو افغان فعالانو، چې په دغه هېواد کې ميشت دي د ښځو پيوستون د نړۍوالې ورځې (مارچ اتمې) د لمانځلې تر څنګ یې اعتراضي غونډه ترسره کړې ده.

په دې غونډه کې، چې د افغانستان د بشري حقونو لسګونه تنه نارينه او ښځينه فعالانو ګډون کړی و، د مارچ اتمې په مناسبت يې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د ترلاسه کولو په موخه غږ پورته کړ.

دوی په ياده غونډه کې د تحصيل، کار او ازادۍ په شعارونو سره له نړۍوالو غوښتي، چې په طالبانو فشار راوړي، څو هغوی پر افغان نجونو او ښځو لګيدلي محدويتونه لغوه کړي.

په ورته مهال د دې غونډې ګډونوالو، په پاکستان د ميشتو افغان کډوالو له روان ناوړه ژوند شکايت کړی او له کاناډا، امريکا او په ځانګړي توګه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنري څخه يې غوښتي چې د دوی ستونزو ته ژر تر ژره رسيدګي وکړي او له پاکستان څخه يې خوندي هېوادونو ته انتقال کړي.

نن د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون نړۍواله ورځ داسې مهال لمانځل کېږي، چې په افغانستان کې د طالبانو د محدويتونو له وجې ميليونونه نجونې او ښځې د کار، زده‌کړو او ازادۍ له حقونو څخه بې برخې دي.
ظاهر څراغ

Back to top button