يو شمېر افغانانو په جرمني کې د‌ يوه لاريون له مخې د طالبانو له لوري د ښځو پر وړاندې بنديزونه غندلي

پنجره ورځپاڼه: پرون د جرمني کولن ښار کې مېشتو افغانانو په افغانستان کې د ښځو په ملاتړ لاريون کړی او د طالبانو له لوري يې پر نجونو او ښځو لګول شوي بندیزونه غندلي دي.

دغو سلګونو تنو لاریون‌کوونکو پر طالبانو غږ کړی، چې دا بندیزونو لرې کړي او همدارنګه له نړۍوالو یې هم غوښتي دي، څو د افغان نجونو او ښځو ستونزې هوارې کړي.

تر دې وړاندې د امریکا په ګډون اروپا یو شمېر نورو هېوادونو کې هم د افغان ښځو او نجونو په ملاتړ لاريونونه شوي دي.

طالبانو په دې وروستیو کې د مخکینیو بندیزونو سربېره د نجونو او ښځو پر تحصیل او کار هم بنديز ولګاوه، چې په کور دننه او بهر یې سخت غبرګونونه راپارولي دي.

Back to top button