يو شمېر افغان ښځو د حجاب په تړاو لاریون وکړ

يو شمېر ښځو په کابل کې د طالبانو له لوري د حجاب اجباري کولو په تړاو لاریون ترسره کړ.

تېره ورځ په کابل ښار کې يو شمېر ښځو د طالبانو له لوري د حجاب اجباري کولو په تړاو لاریون وکړ او د حجاب اجباري اغوستل يې وغندل.

دغه راز لاريون کوونکو ښځو یو پریکړه لیک هم تصویب کړ، په کې ویل شوي دي، چې طالبان د ښځو د ژوند په ډېرو شخصي اړخونو کې لاسوهنه کوي او دا د انسان له فردي، ټولنیزو او مدني حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده. دوی ادعا کوي چې په دې کار سره به طالبان پر ښځو بشپړ واک ترلاسه کړي.

د عدالت او ازادۍ غورځنګ لاريون کوونکو ښځو ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ښځو لباس تل اسلامي او مذهبي بڼه لري او د دې یا بل ډول جامو اغوستل د دوی شخصي انتخاب دی.

همداراز دوی دا ادعا هم کړې، چې برقه (چادري)  اسلامي کلتور نه؛ بلکې پردی دود دی، چې په افغانستان کې په ټولو ښځو پلي کیږي.

لاریون کوونکو ښځو د طالبانو وروستی فرمان په افغانستان کې د ښځو پر کلتور برید ګڼي او وايي، چې دا یو پردی کلتور دی او پر افغان ښځو یې په زوره اغوستل غیر اخلاقي کار دی.

دغو ښځو له هنرمندانو، اکاډمیکو شخصیتونو او د افغاني ټولنې له نورو مهمو غړو وغوښتل چې د دې سختې او ظالمانه پرېکړې پر غبرګون کې غږ پورته کړي.

همدارنګه له نړۍ‌والو ټولنو او مرستندویه بنسټونو هم غوښتنه شوې، چې پر طالبانو فشار راوړي، څو د ښځو له ظلمونو لاس واخلي.

په کور دننه او بهر دا غبرګونونه وروسته تر هغې راپارول کېږي، چې د طالبانو امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت څو ورځې وړاندې د يو فرمان له مخې اعلان وکړ، چې نور دې افغان ښځې او نجونې حجاب اغوندي.

Back to top button