هند کې د علامه سید جمال الدین افغان لېسې ته نوې ودانۍ جوړه شوه
د هندوستان په نوي ډهلي کې د علامه سید جمال الدین افغان لېسې لپاره نوې ودانۍ پرانیستل شوه.
په هند کې د تېر حکومت سفیر فرید ماموندزي په نوي ډهلي کې د علامه سیدجمال الدین افغان لېسې لپاره نوې ودانۍ پرانیستله او د وداني د پرانیستې سره هممهاله یې د ۲۰۲۲-۲۳ تعلیمي کال زنګ هم وواهه.
په هندوستان کې د افغانستان د پخواني حکومت سفیر د یاد ښوونځي په پرانیست غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې باید سرپرست حکومت ژر تر ژره تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځي پرانیزي څو افغانستان د زده کړو پر مټ له نړۍ سره سیال شي.
هغه دغه راز وایي، چې سږ کال د دغه ښوونځي ۱۵ فارغینو د هند پوهنتونونو ته لاره موندلې ده.