بلخ کې طبیعي اورلګېدنه رامنځته شوې

په بلخ ولایت کې طبیعي اورلګېدنه رامنځته شوې ده.

د طالبانو د سرپرست حکومت د بلخ امنیتي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د استوګنې یو شمېر کورونه سوځول شوي دي.

د بلخ د امنیې قومندانۍ ویاند محمد اصف وزیري وايي، تر اوسه د دولت اباد ولسوالۍ د «تلیګک» او «قرچګک» په کلیو کې تر لسو ډېر د استوګنې کورونه د طبیعي اور لګېدنې له امله سوځېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له څو اوونيو راهيسې د جوزجان ولايت د فيض اباد ولسوالۍ په بالامرديان کلي کې اورلګېدنه روانه ده، چې له امله يې د استوګنې لسګونه کورونه سوځېدلي او سلګونه کسان له خپلو کورونو بې ځايه شوي دي.

Back to top button