خوست کې يوې مور څلور ماشومان زیږولي

پنجره ورځپاڼه: د بې پولې ډاکترانو ټولنه وايي، د دغه ټولنې اړوند د خوست ولایت روغتون کې یوې ښځې څلور غبرګوني ماشومان زېږولي دي. سرچينه وايي، چې دغه ماشومان تېره ورځ نړۍ ته راغلي او څلور واړه هلکان دي.

د بې پولې ډاکترانو ټولنې زياته کړې، چې د یادې افغان مېرمنې او څلور واړو ماشومانو وضعیت ښه دی او خپل کور ته رخصت شوي دي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق یا (UNFPA) ويلي و چې په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د زېږون پر مهال خپل ژوند بايلي.

Back to top button