د اسلامي همکاریو سازمان غونډه ترسره شوه

پنجره ورځپاڼه: د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه پرون په جده کې د دې سازمان په دفتر کې شوې، چې د بحث يوه برخه یې د افغانستان روان وضعیت لپاره ځانګړې شوې وه.

د دغه سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طاهه په‌ دې غونډه کې ویلي، چې د فلسطین او افغانستان مسله د زموږ د سازمان د بحثونو په سر کې ده.

طاهه همداراز د افغانستان په اړه د دې سازمان د اجرایوي کمېټې فوق‌العاده غونډې ته په اشارې ویلي، په ‌دې غونډه کې د افغانستان لپاره د دې سازمان د ځانګړي استازي طارق علي بخیت له لارې د سرپرست حکومت له چارواکو سره د تعامل په ګډون ځینې سپارښتنې شوې دي.

اسلامي همکاریو سازمان تر دې وړاندې هم پر افغان ښځو او نجونو د زده‌کړو او کار بنديزونو په تړاو ناستې لرلې، چې د طالبانو څخه یې د دې بنديزونو د لرې کولو غوښتنه کړې وه.

ظاهر څراغ

Back to top button